د حوالې رپوټونو لپاره نوی انلاین پورټل جوړیدل


د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز (فینټراکا) د مالي بشپړتیا د پیاوړي کولو او د غیرقانوني فعالیتونو سره د مبارزې لپاره په یو مهم ګام کې، د حوالې نوی پورټل په لاره واچول شو چې یو مخکښ ډیجیټل پلیټ فارم دی او د پولی خدمتونو د وړاندي کونکو (MSP) او صرافانو (FXD) سکتورونو د عصري کولو لپاره ډیزاین شوی ده. یاد پورټل په دریو ژبو کې جوړ شوی چې په ټول هیواد کې د کمپیوټرونو، سمارټ فونونو او نورو سمارټ وسیلو له لارې د لاسرسي وړ دی، چې په مالي معاملو کې د روڼتیا او حساب ورکولو نوی څپرکی پرانیزي.

د دې پرمختللې پورټل معرفي کول د پیسو د وینځلو او د جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون او نورو اړوندو مقرراتو د تعقیب لپاره یو مهم ګام په ګوته کوي. د معاملو د شننې لپاره د یو مرکزي پلیټ فارم په برابرولو سره ، نوموړی سیسټم د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندی کوونکو سکتورونو او اړوندو حکومتي ادارو ته دا واک ورکوي چې د افغانستان د قانوني چوکاټ سره سم بشپړې ارزونې ترسره کړي.

د نوي حواله پورټل پلي کول د پیسو وینځونکو او هغه اشخاصو لخوا چې په هیواد کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې شامل شوي د ناوړه استفادې پر وړاندې د مالي سکټور پیاوړي کولو لپاره د فعال اقدام په توګه کار کوي. همدارنګه د آنلاین څارنې او قوي راپور ورکولو د میتودونو له لارې، حواله پورټل د غیرقانوني مالي فعالیتونو د مخنیوي په توګه کار کوي او د مالي سیسټم بشپړتیا ساتي.

په نوي سیستم د پوهیدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د 2023 کال د دسمبر په 1 نیټه هراړخیزه روزنیز پروګرام پیل او د 2024 کال د فبروري په 6 نیټه په بریالیتوب سره پای ته ورسیدو. په دې روزنیز پروګرام کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د پولي خدمتونو شرکتونو له 1310 څخه زیاتو استازو برخه اخیستې وه، او د حوالې پورټل څخه په اغیزمنه توګه د کارولو لپاره په اړینه پوهه او مهارتونو سمبال کړای شول.

سربیره پردې، د دې پورټل په پلي کولو سره د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د حوالې رپوټونو راټولول اسانه شوي او په مالي سکتور کې د لا زیاتي روڼتیا او حساب ورکونې د زیاتیدو سبب ګرځي. د مالوماتو دا جریان چارواکو ته دا توان ورکوي چې هر اړخیزې ارزونې ترسره کړي، احتمالي خطرونه په ښه توګه وپیژني ، او د مالي جرمونو سره د مبارزې لپاره فعال ګامونه پورته کړي.

د نوي حواله پورټل د یوه پیاوړي مالي اکوسیستم د جوړولو لپاره د افغانستان په هڅو کې د پام وړ پرمختګ څرګندوي. د ټیکنالوژۍ په کارولو سره ، معلوماتو ته د لاسرسي، روڼتیا او د قانون څخه د اطاعت د زیاتوالي لپاره ، هیواد د غیرقانوني مالي فعالیتونو سره د مبارزې او دوامداره اقتصادي پرمختګ ته وده ورکولو لپاره خپله ژمنه څرګندوي.